په داسې حال کې، چې پاکستان له یوې خوا د طالبانو د مرستیال او قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون پر یو شمېر طالب مشرانو بندیزونه ولګول، له بلې خوا یې هغوی ته اسلام آباد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې پر ملا عبدالغني برادر، حقاني شبکې او دغه راز یو شمېر طالب زندانیانو یې بندیزونه لګولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د د ۲۲۵۵۱ نمبر پرېکړه لیک له مخې په طالب مشرانو بندیزونه لګولي دي او دا پرېکړه یې عملي کړې ده.
خو که له یوې خوا پاکستان پر دغه طالب مشرانو د بندیزونو لګولو اعلان کړی، له بلې خوا یې همدې طالب مشرانو ته پرون یکشنۍ د وږي دوهمه اسلام آباد ته د سفر رسمي بلنه ورکړې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تاییدوي، چې د دوی د قطر دفتر یو پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته په سفر تللی دی.
شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سیاسي دفتر یو لوړ پوړی پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
نوموړی دا هم ویلي دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر پروسه، پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو، سوداګرۍ او ځینو نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
د شاهین په وینا د طالبانو استازي د ګاونډیو او سیمو هېوادونو سره د ښو اړیکو او نړیوالو ته د سولې په تړاو د خپل نظر رسولو په خاطر ځینې وختونه رسمي سفرونه کوي، خو په دې وروستیو کې دغه سفرونه د کرونا له امله د ځنډ سره مخ شوي وو.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې دوی پلاوی به له دې وروسته یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل