افغان او پاکستاني پلاوي پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کوي

3 سنبله 1399 ساعت 9:39

راپورونه وایي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان لوړ پوړي پلاوی به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو باندې خبرې وکړي.


راپورونه وایي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان لوړ پوړي پلاوی به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو باندې خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ګډه غونډه به راتلونکې اوونۍ د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د لوړ پوړو چارواکو په کچه وي.

راپورونه وايي، په دې ګډه غونډه کې به د تېرو طرحو او هوکړو په دوام او دوه اړخیزه اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې اترې وشي.

پاکستاني چارواکو دا غونده مهمه بللې وايي، یاده ناسته کې به تر ډېره تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا وي.

د سرچینې په خبره پاکستان غواړي له افغانستان سره په ترانزیتي او سوداګریزه برخه کې اړیکې پراخې کړي او په دې برخه کې ټول شته خنډونه له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130868

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130868/

جمهور
  https://www.jomhornews.com