جنرال جمعه ګل همت د کابل امنیه قوماندان وټاکل شو

3 سنبله 1399 ساعت 11:27

کورنیو چارو وزارت جنرال جمعه ګل همت د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکلی او په کار یې پیل کړی دی.


کورنیو چارو وزارت جنرال جمعه ګل همت د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکلی او په کار یې پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورینو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټوېټرپانه لیکلي، چې پاسوال جمعه ګل همت د کابل د امنیه قوماندان په دوه وټاکل شو.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې جنرال امان الله واحدي د کابل د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کوله، چې دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له خوا له دندې لرې کړای شو.

تر دې وړاندې یاد وزارت د کابل ښار د ۱۶ مې او ۱۷ مې امنیتي حوزو امرین هم له ۱۶ تنو منسوبینو سره له دندې لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړي و.

کورنیو چارو وزارت وايي، امنیه قوماندان او د یادو حوزو مسوولین او منسوبین یې د وظیفوي غفلت او بې کیفایتي په دلیل له دندو لرې کړې دي.

کورنیو چارو وزارت دغه اقدامات پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ناامنیو او جنايي جرمونو زور اخیستی دی.

د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې له ورځې چې پر کابل ښار ۱۴ راکتي بریدونو کابو ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله تر وړمې ورځې پورې بېلا بېلو امنیتي پېښو کې کابو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130881

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130881/

جمهور
  https://www.jomhornews.com