د ولسمشر دوهم مرستیال:

د عاشورا په مراسمو کې امنیتي ګواښونه ډېر دي

3 سنبله 1399 ساعت 11:51

د ولسمشر غني دوهم مرستیال سروردانش خبرداری چې د عاشورا په مراسمو کې امنیتي ګواښونه زیات دي نو ځکه باید د امنیتي ځواکونو تر څنګ خلک هم خپل امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.


د ولسمشر غني دوهم مرستیال سروردانش خبرداری چې د عاشورا په مراسمو کې امنیتي ګواښونه زیات دي نو ځکه باید د امنیتي ځواکونو تر څنګ خلک هم خپل امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش ویلي، هغه سیمې چې د عاشورا په مناسبت تجمعات پکې کېږي او یا غونډې پکې جوړېږي د بل هر وخت په پرتله له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

ښاغلي دانش د عاشورا د غونډو او مراسمو پر جوړونکو غږ کړی دی چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره باید جدي ګامونه اوچت کړي او هڅه دې وکړي چې احتمالي خطرونه له منځه یوسي.

دانش له عامو وګړو هم غوښتي چې له حکومت سره د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.

بلخوا ولسمشر غني هم تېر ماښام له دیني عالمانو سره د خبرو پر مهال ویلي، د مذهبي مراسمو په امنیت کې باید امنیتي ادارې خپله ټوله هڅه وکړي.

تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عاشورا د مراسمو لپاره یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130886

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130886/

جمهور
  https://www.jomhornews.com