د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته هم کولی شي د خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد دغه څرګندونې پرون دوشنبې د وږي ۳ مه د هوايي ځواکونو یوې ناستې ته د خبرو پر مهال وکړې.
ښاغلي خالد زیاته کړه، چې افغان ځواکونه پیاوړي دي او که چېري بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ولاړ هم شي، دغه ځواکونه کولی شي، د خپل هېواد دفاع په کلکه وکړي.
د ملي دفاع سرپرست وايي، ناپوه فغانان د نورو په اشاره جګړه کوي، خو افغان ځواکونه یې په کلکه پر وړاندې دفاع کوولو ته چمتوالی لري او چا ته به اجازه ورنکړي، چې د هېواد ملي ارزښتونه له منځه یوسي.
په ورته وخت کې د افغان هوايي ځواک قوماندان هم ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه په تېره بیا هوايي ځواک کولی شي دښمن ته غاښ ماتونکي ځواکونه ورکړي او د خپلې خاورې دفاع وکړي.
د هوايي ځواک قوماندان پر طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې مذاکراتو ته راشي که نه په وینا یې هوایي ځواک به پرې مرګوني بریدونه وکړي.
د ملي دفاع وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا ویلي، دوی به په راتلونکو څو میاشتو کې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ان تر ۴ زره پورې راکم کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل