په پام کې ده، چې پاکستان ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پوځي اقدامات نور هم زیات کړي او د همدې موخې لپاره یې د پوځ مشر شمالي وزیرستان ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له تاسیساتو لیدنه کړې ده او د سولې په اړه یې څرګندونې هم کړې دي.
نوموړي ویلي، پاکستان سولې ته ژمن دی نو ځکه د ترهګرۍ د مخینوي لپاره غواړي ډېورنډ کرښې ته څېرمه پوځي اقدامات زیات کړي.
جنرال قمر جاوېد باجوه ټینګار کړي، چې د پوځي اقداماتو له زیاتېدو څخه یې یوازینۍ موخه د ترهګرو د تګ راتګ مخینوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پولې دواړو لورو ولسونو په بار بار د پاکستاني حکومت له لوري پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو د بندېدو غوښتنه کړې خو پاکستان بیا خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل