رحمت الله نبیل:

حکومت او طالبان د سولې پروسې اوږدول غواړي

4 سنبله 1399 ساعت 8:43

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل وايي، افغان حکومت او طالبان د شرطونو په کېښودلو سره غواړي چې د سولې بهیر اوږد کړي.


د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل وايي، افغان حکومت او طالبان د شرطونو په کېښودلو سره غواړي چې د سولې بهیر اوږد کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې حکومت د سولې پروسې اړوند ضد او نقیضې څرګندونې کوي او پر کړو ژمنو عمل نه کوي.

دغه راز نبیل ویلي، طالبان هم په دط لټه کې دي، چې د سولې بهیر وغځېږي او جګړه دوامداره شي.

ښاغلي نبیل دا هم وايي، د دې تر څنګ بهرنیان هم د افغانستان په سوله کې مداخله کوي، نو ځکه هېڅ لوری د جګړې د خمتولو او سولې د راتګ لپاره د پام وړ عملي ګام نه پورته کوي.

نبیل ادعا کړې، چې افغان حکومت د امریکا په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډټرمپ د ناکامېدو په هیله دی او په خبره یې تمه لري د امریکا نوی ولسمشر به د طالبانو په اړه ځانګړی دريځ ولري.

د افغانستان د ملي امنیت دغه پخوانی چارواکی وايي د امریکا ولسمشر طالبانو ته په سیمه کې ډېر اهمیت ورکړ، ځکه دغه ډله ځان پیاوړی بولي.

د هغه په خبره طالبان له همدې امله د سولې په پروسه کې ورځ تر بلې شرطونه زیاتوي او ددې هر څه بیه افغانان ورکوي چې د جګړې اصلي قربانیان هم همدوی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130905

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130905/

جمهور
  https://www.jomhornews.com