۰

د طالبانو مشر د بین الافغاني خبرو لپاره د ټاکل شوي پلاوی نوملړ تایید کړ

سی شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی شېر محمد عباس ستانکزی وایي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د بین الافغاني مذاکرتو لپاره د خپل پلاوي د غړو نومونه تایید کړي دي.
د طالبانو مشر د بین الافغاني خبرو لپاره د ټاکل شوي پلاوی نوملړ تایید کړ
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی شېر محمد عباس ستانکزی وایي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د بین الافغاني مذاکرتو لپاره د خپل پلاوي د غړو نومونه تایید کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي اسوشېټډ پرس آژانس ته ویلي، دغه پلاوی ۲۰ کسیزه دی، چې ۱۳ تنه یې د طالبانو د رهبریت او تصمیم نیونې غړي دي.

د هغه په وینا دا مرکچیان د افغان حکومت له سیاسي رهبرۍ سره د اجنډا د ټاکلو، په تګلارو د پرېکړې او آن د تړونونو د امضا کولو واک لري.

هغه ویلي«دا یو غښتلی ټیم دی...د تصمیم نیونې ټول قدرتونه د مذاکراتو له ټیم سره دي.»

ستانکزی وايي، طالبان مذاکراتو ته چمتو دي او اوس امریکا باید پر افغان حکومت فشار راوړي، چې زندانیان خوشي کړي او هر څومره ژر چې وي بین الافغاني خبرې پيل شي.

ټاکل شوې وه بین الافغاني مذاکرات د اګست په ۲۰مه پیل شوې واي خو دا بهیر تر یوې نامعلومې نېټې پورې له دې امله چې دواړو لورو د بندیانو د نه خوشي کولو موضع یې خنډ بللې ځنډېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي