۰
اروپايي ټولنه:

د افغان سولې د پرمختګ لپاره باید د دوحې هوکړه عملي شي

چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۶
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي مارکس پوتزل وايي، د افغان سولې د پرمختګ لپاره باید د دوحې هوکړه عملي شي.
د افغان سولې د پرمختګ لپاره باید د دوحې هوکړه عملي شي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي مارکس پوتزل وايي، د افغان سولې د پرمختګ لپاره باید د دوحې هوکړه عملي شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې په دوحه کې د طالبانو د قطر دفتر له ځینو غړو سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، پوتزل له دوی سره لیدلي او په لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د بین الافغاني خبرو پر پیل، د پاتې زندانیانو پر خلاصون او د تاوتریخوالي پر کمښت خبرې شوې دي.

د اروپايي ټولنې استازي ټینګار کړي، چې د دوحې هوکړه باید عملي شي او د دغه هوکړې مطابق دې بین الافغاني خبرې پيل او روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي.

پوتزل داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې چې ټاکل شوې وه څو ورځې وړاندې باید پیل شوې وای لا هم ځنډېلې دي.

که څه هم تر اوسه د دغه خبرو د ځنډ اصلي لامل نه دی معلوم خو په ښکاره دواړو لورو د بندیانو نه خوشي کېدل د دغه خبرو پر وړاندې خنډ بللي.

طالبانو ویلي، د ۴۰۰ زندانیانو له ډلې یې ۳۲۰ تنه لا هم د افغان حکومت سره بندیان دي، چې باید خوشي کړي تر څو بین الافغاني خبرو ته لار هواره شي.

خو افغان حکومت بیا وايي، طالبان د دې دوی یو شمېر کمانډویان او پیلوټان ورخوشي کړي او تاوتریخوالی د کم کړي، تر څو خبرې ورسره وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي