د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، د افغان سولې لپاره هیلې مخ په ډېرېدو دي او تمه ده ژر بین الافغاني خبرې پیل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، د سولې په برخه کې تازه بدلونونو هیلې ډېرې کړې او تمه ده، چې ژر تر ژره په افغان خاوره کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.
صادق خان وايي، پاکستان د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د روانې اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې صادقانه ونډه واخلي.
د پاکستان ځانګړی استازی زیاتوي، دوی له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو پر ژر پيلېدو خبرې کوي او هڅه روانه ده څو بین الافغاني خبرې ژر پيل شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې همدا اوس د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برارد په مشرۍ د طالبانو شپږ کسیزه پلاوی په اسلام آباد کې دي.
دغه پلاوی درې ورځې وړاندې د پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته ورغلی او پرون یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د استخباراتی ادارې د مشر او ځینو نورو چارواکو سره لیدلي دي.
که څه هم د پردې تر شاه د دغه خبرو کره جزیات تر اوسه نه دي راوتلي، خو په ښکاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، طالبان یې دې ته هڅولي، چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل