د میدان وردګ ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کې هم د سېلابونو راوتلو له امله پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سېلابونه تېره شپه د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ په څو کلیو کې راوتلي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیان اړولی دی.
د یاد ولایت د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک وايي، سېلابونو پنځه تنه وژلي، چې دوه په کې ښځې او یو ماشوم هم شته دی.
دی وایي، حکومتي چارواکو تر اوسه د خلکو سره د کمک هېڅ اقدامت نه دي کړي، په داسې حال کې، چې اوس هم ورېځ ده او خلک په اندېښنه کې دي، چې ښايي یو ځل بیا سېلابونه راووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د پروان ولایت مرکز چاریکار اړوند سیمو کې هم سخت سېلابونه راوتلي، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پروان د والي د ویاند په خبره تر اوسه یې د پنځوس تنو مړي او تر ۸۰ زیات ټپیان له خاورو او اوبو راایتسل او د ژغورنې عمله لا هم کار کوي چې ښايي، مرګ ژوبله نوره هم لوړه شي.
پر دې سربېره په نورستان ولایت کې هم سېلابونه راوتلي او د مرکز پارون ښار یو نوی پارک یې وران کړی دی.
جمهورخبري آژانس:میدان وردګ