اوچا: کندوز کې جګړې ۷۵۰۰ کورنۍ بې ځایه کړې دي

5 سنبله 1399 ساعت 10:26

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په کندز ولایت کې د سختو جګړو له امله ۷۵۰۰ کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په کندز ولایت کې د سختو جګړو له امله ۷۵۰۰ کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې پرون سه شنبې د وږي ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ډېرې کورنۍ د کندز په ښار او د خان‌اباد او امام صاحب په ولسوالیو کې بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د دې ادارې ویلي، جګړه د حکومتي ځواکونو او د غیر دولتي وسله‌والو ډلو ترمنځ روانه ده.

د دې ادارې په وینا، جګړه اوس‌مهال د امام صاحب په ولسوالۍ کې ډېره ګرمه ده او له دې کبله ممکنه ده چې نور ډېر خلک بې‌ځایه او بې‌کوره شي.

د دوی په وینا د وضعیت د کتنې او څارنې ۱۷ ډلې کندز ښار ته تللي او نن د اګسټ په ۲۶مه به‌یې د څارونکو ۶ ډلې خان‌اباد او امام صاحب ته واستول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130959

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130959/

جمهور
  https://www.jomhornews.com