۰

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو دوو اونیو کې ۸۸ ملکی وګړي وژلي

چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دوه اونیو کې د طالبانو له خوا په بریدونو کې ۲۲۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت: طالبانو دوو اونیو کې ۸۸ ملکی وګړي وژلي
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دوه اونیو کې د طالبانو له خوا په بریدونو کې ۲۲۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند طارق ارین زیاتوي، طالبانو په تېرو دوه اونیو کې ۷۸۱ ترهګریز فعالیتونه تر سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه ترهګریزه فعالتیونو په پایله کې ۸۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په خبره طالبانو دغه بریدونه د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې تر سره کړي، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله یې په کندهار او غزني ولایتونو کې ملکیانو ته اړولې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې پرون د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه موتر بم برید کې څو تنه ملکي وګړي و وژل شول او له ۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي