۰

د کندهار پر شاوليکوټ د طالبانو برید پر شاه تمبول شوی دی

چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت پر شاولیکوټ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډلیز برید یې پر شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د کندهار پر شاوليکوټ د طالبانو برید پر شاه تمبول شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت پر شاولیکوټ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډلیز برید یې پر شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي ګن شمېر طالبانو تېره شپه پر شاولیکوت ولسوالۍ بریدونه پیل کړل، چې د نن سهار تر ۷ بجو پورې جګړې دوام درلود.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، طالبان د پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شوي او د درنو تلفاتو په اوښتو سره یې له سیمې پښې سپکې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په جګړه کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي، خو د افغان ځواکونو د زیان په اړه یې څه ونه ویل.

د پولیسو ویاند وايي، دا مهال په سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

په روته وخت کې ځايي امنیتي سرچینې وايي، په دغه جګړه کې څلور پولیس هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د یادونې ده، چې د شاوليکوټ ولسوالۍ پر مرکز تېره میاشت هم موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې د ولسوالۍ ګڼ تاسیسات یې زیانمن کړل.

جمهور خبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي