۰

ولسمشرغني له استاد سیاف سره ولیدل

چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۵
ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره لیدلي او ير ځینو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
ولسمشرغني له استاد سیاف سره ولیدل
ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره لیدلي او ير ځینو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني نن چهارشنبې د وږي ۵ مه له غرمې مخکې د ښاغلي سیاف کور ته ورغلی و او د هغه د پوښتنه یې وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي ښاغلي غني د استاد سیاف د پوښتنې تر څنګ له هغه سره د هېواد د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د سولې پروسې په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.

باید و ویل شي، چې د استاد سیاف روغتیايي حالت ښه نه دی او له همدې امله یې په تېره مشورتي جرګه کې هم ګډون ونه کړای شوای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي