۰

ولسمشرغني د سېلاب ځپلو کورنیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۲
په یو شمېر ولایتونو کې د درنو سېلابونو راوتلو له امله ولسمشر غني د سېلاب ځپلو کورنو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه.
ولسمشرغني د سېلاب ځپلو کورنیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په یو شمېر ولایتونو کې د درنو سېلابونو راوتلو له امله ولسمشر غني د سېلاب ځپلو کورنو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سېلابونه په پروان، کاپيسا، میدان وردګ، پکتیا او کابل په سروبي ولایتونو کې راوتلي، خو تر ډولو ډېر زیان یې پروان، کاپيسا او میدان وردګو کې اړولی دی.

د معلوماتو له مخې پروان کې سېلابونو کابو ۱۰۰ تنه وژلي، تر ۲۰۰ ټپیان او پنځه سوه کورونه یې نړولي دي.

خو کاپيسا کې ویل کېږي سېلاونو ۴۰ تنو ته، میدان وردګ کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، خو مالي زیانونه یې بیا میلیونه افغانیو ته رسېږي.

ولسمشر غني په همدې تړاو پرون ناوخته د ویډیويي کنفرانس له لارې د پروان ولایت له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره خبرې وکړې.

ښاغلي غني ډاډ ورکړ، چې حکومت په ژر تر ژره له دوی سره ټولنې اړینې مرستې تر سره کړي او د سېلاب ځپلو لپاره به بودجه ځانګړې کړي.

نوموړي همدا راز د امرالله صالح په مشرۍ د پروان ولایت لپاره د مرستو یو کمیسیون جوړ کړی دی چې دوی به د ارګ د عملیاتي ادارې او مالیې وزارت په همغږۍ په پروان کې د ویجاړو شوو عامه تاسیساتو د جوړولو لپاره کار کوي.

 ولسمشر غني همدا راز له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو غوښتنه کړې چې د پروان له خلکو سره دې هر اړخیزه همکاري وکړي او د امنیت په تامین کې دې خپلې هڅې ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي