ولسمشرغني:

د دښمن جنګ هېڅ راز مشروعیت نه لري او هدف ته به ونه رسېږي

6 سنبله 1399 ساعت 9:56

ولسمشر غني د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې یو ځل بیا په ټينګار سره ویلي، چې د دښمن جنګ هېڅ راز مشروعیت نه لري او هغوی به له دې لارې هېڅ وخت هدف ته ونه رسېږي.


ولسمشر غني د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې یو ځل بیا په ټينګار سره ویلي، چې د دښمن جنګ هېڅ راز مشروعیت نه لري او هغوی به له دې لارې هېڅ وخت هدف ته ونه رسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې غونډه چې پرون چهارشنبې د وږي ۵ مه د ښاغلي غني په مشرۍ وشوه په کې نوموړي په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه له ځپل شویو کورنیو سره خواخوږي وښوده.
 
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې حکومت به له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي او په دې برخه کې به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
 
د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر ټولو دولتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په بېړنۍ توګه ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وکړي.
 
د غونډې په بله برخه کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د عمومي امنیتي وضعیت او د ولایتونو په ځانګړي ډول د لویو لارو د امنیت د تامین په موخه د خپلو برنامو او تدابیرو په اړه خپل راپورونه ولسمشر ته وړاندې کړل.
 
ښاغلي غني افغان ځواکونه پیاوړي وبلل او د لویو لارو د امنیت د تامین په اړه یې امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې ژر دې د لویو لارو د امنیت لپاره خپلې منظمې برنامې عملي کړي.
 
نوموړي د امنیتي او دفاعي ارګانونو پر مسوولینو ټینګار وکړ، چې له خلکو سره له نږدې کار وکړي او ستونزې یې حل کړي.
ښاغلي غني و ویلو چې د ولایتونو په کچه په ځانګړي ډول د ملکي او نظامي بنسټونو ترمنځ دې همغږي لا زیاته شي.
 
ولسمشر وایي، د افغانستان دښمن ماته خوړلې اوپه دې کې شک نشته، ځکه د افغانستان دښمنان دا وړتیا نه لري چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې ودرېږي.
 
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د دې په بیانولو سره چې دښمن هڅه کوي افغان ولس د راتلونکي په اړه نهیلی کړي وویل«د دښمن جنګ هیڅ راز مشروعیت نه لري، که له هر نوم او بیرغ لاندې وي، هیڅکله هم موخې ته نه رسېږي.»
 
ښاغلی غني وايي، د افغانستان ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونه لوړ مورال لري او ماتې به یواځې د افغانستان د دښمنانو په برخه وي.
 
ولسمشر زیاته کړه، د افغانستان راتلونکی په خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو پورې اړه لري او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړ مورال، اراده او قوت د وطن او خپلو خلکو دفاع کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130989

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130989/

جمهور
  https://www.jomhornews.com