۰

طالبانو له افغان حکومت سره د خپل مذاکراتي ټیم نوملړ اعلان کړ

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر له افغان حکومت سره د بین الافغاني خبرو لپاره د خپل مذاکراتي ټیم د غړو نومونه په ډاګه کړل.
طالبانو له افغان حکومت سره د خپل مذاکراتي ټیم نوملړ اعلان کړ
د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر له افغان حکومت سره د بین الافغاني خبرو لپاره د خپل مذاکراتي ټیم د غړو نومونه په ډاګه کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو مذاکراتي ټیم ټول ۲۱ غړي لري، چې ۱۳ تنه یې د طالبانو د مشرتابه شورا غړي هم دي، چې مشري یې شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

په دغه کسانو شېر محمد عباس ستانکزي، شیخ عبدالحکیم، مولوي عبدالکبیر، مولوي نور محمد ثاقب، ملا محمذ ذاهد احمدزی، ملا شیرین اخوند، ملا عبدالطیف منصور، قاري دین محمد، ملا عبدالسلام حنفي، ملا عبدالمنان عمری، شیخ محمد قاسم ترکمن، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق، مولوي مطیع الحق خالص، محمد سهیل شاهین، ملا محمد نبي عمري، انس حقاني، خیرالله خیرخوا، مولوي شهاب الدین او ملا فرید شامل دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر غړي شېر محمد عباس ستانکزي او د مرکچي پلاوی مشر دوی خبرو ته چمتو دي او مذاکرات هر وخت پلولۍ شي.

ستانکزي ویلي، د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د امارت په چوکاټ کې یو نوی ریاست چې هغه د بین‌الافغاني مذاکراتو د ریاست په نوم به یادېږي رامنځته کړ.

د هغه په وینا دغه ۲۰ کسیز مذاکراتي ټیم د سیاسي دفتر جلا یو با صلاحیته ټیم دی او په خپلواکه توګه به د خبرو اترو بهیر مخ ته وړي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت هم له وړاندې د بين‌الافغاني خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان کړی دی او ټاکل شوې نېږدې راتلونکې کې دوحه کې بين‌الافغاني خبرې پيل شي.

که څه هم ټاکل شوې وه، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې وختي پيل شي، خو د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو نه خوشي کول او دغه راز د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي ډېرول او د یو شمېر افغان کمانډویانو او پيلوټانو نه خوشي کول د دې خبرو پر وړاندې خنډ شول او تر دې مهاله نه دي پيل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي