۰

پروان کې څلور ملکي وګړي او یو افغان پوځي وژل شوي دي

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۵
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان کې د یوه وسله وال برید پر مهال د ملي اردو یو سرتېری او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
پروان کې څلور ملکي وګړي او یو افغان پوځي وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان کې د یوه وسله وال برید پر مهال د ملي اردو یو سرتېری او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن پنشنبې د وږي ۶ مه سهار وختي د پروان ولایت په صیاد ولسوالۍ کې شوی دی.

د پروان د امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالواسع رحمي وايي، وسله والو په یاده ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شول.

نوموړی وايي، د وسله والو په برید کې د پوځ یو سرتېری وژل شوی او دغه راز په لار تېرېدونکې رېکشا موټر کې هم څلور ملکي وګړي وژل شوي دی.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي