۰

کندهار کې د پولیسو په یوه مرکز موټربم او وسله وال برید شوی

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د پولیسو په یوه لوی مرکز دوه موټر بم او وسله وال برید شوی دی.
کندهار کې د پولیسو په یوه مرکز موټربم او وسله وال برید شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د پولیسو په یوه لوی مرکز دوه موټر بم او وسله وال برید شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، طالبانو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه لوی مرکز برید کړی دی.

د هغه په وینا طالبانو لومړی په دغه مرکز دوه موټر بم بریدونه او وروسته یې وسله وال برید کړي، چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.

تادین خان وايي، سیمې ته پر وخت ځانګړي ځواکونه ورسېدل او په نښته کې ۶ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان په دغه نښته کې د یوه سرحدي سرتېري د وژل کېدو پخلی کړی خو د معروف ولسوالۍ ځايي امنیتي سرچینې وايي، په موټر بم بریدونو کې د یوه سرحدي په ګډون پنځه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په فراه او پرون په بلخ ولایت کې هم د افغان ځواکونو پر مرکزونو موټر بم بریدونه شوي دی.

د فراه د برید د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه جزیات نشته خو د بلخ په بلخ ولسوالۍ کې د کمانډو پر قطعه په شوي موتر بم برید کې دوه ملکي وګړي او یو سرتېري وژل شوي او شپږ سرتېري او ۳۵ ملکي وګړي ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي