کندهار کې ماین چاودنې ۱۳ ملکی وګړي شهیدان کړي

8 سنبله 1399 ساعت 8:27

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د وږي ۷ مه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر چې د ولسوالۍ بازار ته د سوداه اخیستو لپاره د تګ په حال کې و، د سپین بولدک د لوی کارېز په سیمه کې یې په موټر چاودنه شوې.

بارکزی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې درې ماشومان، څلور ښځې او شپږ نارنیه شهیدان شوي، چې ۹ تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند وايي، ماین طالبانو اېښی و، چې ملکي وګړي یې قرباني شول خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې په دې وروستیو کې د سړک د غاړې ماین چاودنې او په کې د مرګ ژوبلې اوښتو ګراف لوړ شوی او خلک یې په اندېښنه کې اچولي.

د سیمې د خلکو او چارواکو په وینا د ماین چاودنو د زیاتېدو لامل دا دی، چې طالبانو د ځینو ولسوالیو تر منخ لارې تړلې او ماینونه یې پر خښ کړي دي.

د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله د کندهار – ارغستان پر عمومي سړک ملکي خلک له تېرو دو میاشتونو راهیسې تګ راتګ نلري او دغه راز تېره اونۍ د کندهار – ارزګان پر لویه لار هم ورته ستونزه رامنځ ته شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131042

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131042/

جمهور
  https://www.jomhornews.com