۰

د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو پر افغان سوله خبرې کړې

شنبی ۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پر افغان سوله او ځینې نورو مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو پر افغان سوله خبرې کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پر افغان سوله او ځینې نورو مهمو مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني او ښاغلي مکرون پرون جمعه د وږي ۷ مه تلېفوني خبرې کړې دي.

سرچینه کاږي په دې تلېفوني خبرو کې د همکاریو پر پراختیا، سولې پروسې او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو پر دوام بحث وشو.

سرچینه کاږي د فرانسې ولسمشر له افغانستان څخه په ځانګړي ډول د سولې او بیا رغاونې په برخه کې د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

نوموړي ویلي، د افغانستان دولت د سولې په برخه کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړې دي او اوس باید طالبان د اوربند په اعلانولو سره په خپلو ژمنو وفا وکړي.

فرانسې ولسمشر په کابل کې یې د مور او ماشوم روغتون له فعالیتونو، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت د هڅو او لرغون پېژندنې په برخه کې یې د فرانسې د همکارۍ یادوونه کړه.

همدا راز د فرانسې ولسمشر په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د طالب زندانیانو او طالبانو سره د افغان دولت د بندیانو د ازادولو پروسې په اړه هم خبرې وکړې.

د افغانستان او فرانسې ولسمشران پر داسې مهال پر سوله خبرې کوي، چې بین الافغاني مذاکرات هم د پیلېدو په درشل کې دي، خو د ځنډ لامل یې د ځینو بندیانو نه خوشي کول دي.

طالبان وايي، تر چې د دوی ۳۲۰ پاتې زندانیا خوشي نه شي خبرې نه کوي، خو افغان حکومت وایي، طالبان باید یو شمېر افغان سرتېري او پيلوټان خوشي کړي.

د طالبانو په خوشې کېدونکو بندیانو کې ځینې داسې کسان هم دي چې فرانسې او استرالیا یې له افغان حکومت څخه د نه خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

دغه دواړو هېوادونو ویلي، یادو زندانیانو د دوی د اتباعو په وژنه کې لاس درلود نو ځکه باید خوشي نه شي.

دغه خبرې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د ځنډ لامل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي