درې قاچاقبر د ۱۸ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق په تور نیول شوي

8 سنبله 1399 ساعت 9:38

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه قاچاقبران له یوه اندزاه سرو زرو سره نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه قاچاقبران له یوه اندزاه سرو زرو سره نیولي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه درې کسانو غوښتل ۱۸ کیلوګرامه سره زر له هېواد بهر قاچاق کړي، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړو پولیس خوا د حامد کزي په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شول.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131051

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131051/

جمهور
  https://www.jomhornews.com