ناټو هم د پروان له سېلاب ځپلو سره لومړنۍ مرسته کړې

8 سنبله 1399 ساعت 11:41

افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د پروان سېلاب ځپلو ته یې لومړنۍ مرستې ور رسولي دي.


افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د پروان سېلاب ځپلو ته یې لومړنۍ مرستې ور رسولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ماموریت په خپله ویبپاڼه لیکلي، دوی له افغان ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د امنیت لپاره کار کوي.

په راپور کې ویل شوي، د سېلاب له کبله زیانمنو شویو خلکو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي، چې پکې حلال خواړه، د څښاک اوبه او د حفظ الصحې مواد، کمپلې او ځيني نور اړین وسایل شامل دي.

په ورته وخت کې سرچینه وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر هم پروان ولایت ته تللی تر څو له نږدې وضعیت وګوري.

مېلر په پروان ولایت کې خلکو ته ویلي، چې له نړیوالو سره د افغانستان د جګړې په اړه خبرې کوي څو روانه جکړه پای ته ورسېږي او د افغانانو ستونزې حل شي.

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او دغه راز یې خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131054

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131054/

جمهور
  https://www.jomhornews.com