۰

حامد کرزي او صلاح الدین رباني د مصالحې عالی شورا غړیتوب رد کړ

دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د افغان حکومت د ملي مصالحې په عالي شورا کې غړیتوب ونه مانه.
حامد کرزي او صلاح الدین رباني د مصالحې عالی شورا غړیتوب رد کړ
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د افغان حکومت د ملي مصالحې په عالي شورا کې غړیتوب ونه مانه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرزي دفتر ویلي،  ښاغلی کرزی به د هېواد د یو وګړي په توګه د سولې برخه کې خپل هڅې جاري وساتي، خو زیاتوي چې په هیڅ دولتي تشکیل کې به برخه وانخلي.

په اعلامیه کې ویل شوي« پخوانی جمهور رئیس به د سولې لپاره خپله هڅه او کوښښ د ګران هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي.ِ»

بل خوا د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هم په یوه خبرپاڼه کې د مصالحې د عالي شورا له غړیتوب څخه انکار کړی دی.

نوموړي ویلي، د دغه شورا په جوړېدو کې له دوی سره مشوره نه ده شوې، نو ځکه یې غړیتوب هم ورته د منلو نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت دوه ورځې وړاندې د مصالحې د عالي شورا د مشرتابه او نورو غړو نوملړ خپور کړ، چې د ښاغلي کرزي په ګډون ګڼ شمېر پخواني او اوسني چارواکي، جهادي مشران، سیاسي څېرنې او مدني فعالان په کې برخه لري.

د ارګ اعلامیه وايي، دا شورا په هېواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع د رامنځته کیدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې د ولسشمرغني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ شوی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ دې شورا ته د ۴۶ کسانو نومونه هم لیږلي دي او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې یوه اونۍ وخت وررکړی چې د شورا د عمومي مجمع د غړو لست نهایي کړي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي