ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

10 سنبله 1399 ساعت 9:22

د پاکستان پوځ وايي، ۷ سرتېرو ته یې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې په یوه وسله وال برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د پاکستان پوځ وايي، ۷ سرتېرو ته یې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې په یوه وسله وال برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي، پېښه په خیبرپښتونخوا کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې پوځیان په ګزمه بوخت وو.

پاکستاني رسنیو د پوځ په حواله ویلي، دغه سرتېرو ډېورنډ کرښې ته څېرمه ګزمه کوله، چې وسله وال برید پرې شوی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، په دغه وسله وال برید کې یې درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسوولیت معمولآ پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131075

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131075/

جمهور
  https://www.jomhornews.com