ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه هېواد کې ۳۷۰۶ امنیتي پېښې رامنځ ته شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه په خپل یوه تازه دوره يي راپور کې ویلي، د تېرو میاشتو په پرتله په افغانستان کې جګړې او نښتې ډېرې شوې دي.
د هغه په وینا د مارچ له ۱۴ مې بیا د جولای تر ۱۲ مې ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۳۷۰۶ امنیتي پېښې ثبت کړې دي، خو په دغه راپور کې د یادو پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام نه دي ورکړل شوي.
ملګري ملتونه دغه راز وایي، په دې پېښو کې مخامخ جګړې، ځانمرګي بریدونه، نښتې او نور موارد شامل دي.
د هغه په وینا سره له دې چې دغه شمېره د تېرو میاشتو په پرتله لوړه ده، خو د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه کموالی ښيي.
په راپور کې د نورو مسایلو په اړه هم معلومات ورکړل شوي، چې ګوتریش به دغه راپور د راتلونکې پنشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
بلخوا د سولې په اړه هم په راپور کې ځينې څرګندونې شوې دي او ګوتریش وایي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې یې هڅې د قدر وړ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل