د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې د وږي ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه تلېفوني خبرې تېره ورځ شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د سولې پر روانه پروسه بحثونه کړي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له هغه پروسې سره بشپړ همکار دي چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې او ولسواکي وساتي.
حنیف اتمر هم د فرانسې له دایمي همکاریو مننه کړې ده او په وینا یې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته د قدر په سترګه ګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل