ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دولت د هېواد په هره نقطه کې د صنعت د پرمختګ، انکشاف او د پانګوالو ملاتړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن دوشنبې د وږي ۱۰ مه د محمد امین نور کمپنۍ د موټرونو او افغان پاور بټریو د بېلابېلو نمونو د کتنې پر مهال ارګ کې وکړې.
ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې دولت د افغانستان په هره نقطه کې د صنعت د انکشاف ملاتړی دی او د دوی په ګډون به د پانګوالو او تولیدونکو د ملاتړ په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د ارګ خبر پاڼه وايي، د محمدامین نور کمپنۍ رئیس د خپلو تولیداتو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل ویې ویل دوی لس ډوله بېلابېل برېښنایي او پټرولي موټرونه تولیدوي چې تر ۴۵۰ کیلو ګرام پورې وزن لېږدولی شي.
د هغه په وینا د دغو موټرونو پرزې له چین څخه راوړل کېږي، مګر د ډیزاین او باډۍ جوړولو چارې یې په هیواد کې ترسره کېږي او د دولت دملاتړ په صورت کې به یې تولیدات او کاري زمینې زیاتې شي.
په دغه نندارتون کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې عمومي رئیس احمد وفي امین وویل، د دغه شرکت له موټرونو څخه له تېر کال راهیسې په ارګ کې استفاده کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د ارګ په داخل کې د استفادې لپاره نور د اړتیا وړ موټرونه به هم په مناسبه بیه له دوی څخه وپېري، ځکه چې غږ او لوګی نه لري.
ولسمشر د محمدامین نور شرکت مسوولینو ته د مبارکۍ پرمهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن موږ د یو ژمن افغان د پانګونې او لمریزې انرژۍ څخه د استفادې شاهدان یوو او د دوی پر وړاندې حقوقي مسایل به ژر حل شي.
ولسمشر د محمدامین نور شرکت مسوول ته سپارښتنه وکړه چې د زړو بټریو د پروسس په ګډون په خپلو تولیداتو کې باید چاپیریال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل