۰

د کابینې د پاتې نوماند وزیرانو نوملړ اعلان شو، کابینه بشپړه شوه

دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۴
ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالله عبدالله په ټیم پورې اړوند د پاتې نوماند وزیرانو د نوملړ په اعلان سره د ولسمشرغني د حکومت د کابینې د بشپړېدو اعلان وکړ.
د کابینې د پاتې نوماند وزیرانو نوملړ اعلان شو، کابینه بشپړه شوه
ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالله عبدالله په ټیم پورې اړوند د پاتې نوماند وزیرانو د نوملړ په اعلان سره د ولسمشرغني د حکومت د کابینې د بشپړېدو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ ویاند
د صدیقي په وینا د ولسمشر غني له حکم سره سم بشیراحمد تینج د کار او ټولینزو چارو، نثار احمد غوریاني، د سوداګرۍ او صنعت، قدرت الله ذکي د ترانسپورت، معصومه خاروي د مخابراتو، انور الحق احدي د کرنې او مالدارۍ، محب الله صمیم د قومونو او قبایلو چارو، فضل احمد معنوي د عدلیې، نور رحمان اخلاقي د کډوالو چارو، عباس بصیر د لوړو زده کړو او سید سعادات منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل شوي دي.
صدیق صدیقي نن دوشنبې د وږي ۱۰ مه د هغه کسانو نوملړ د رسنیو پر وړاندې اعلان کړ، چې د عبدالله د ټیم له خوا د حکومت کابینې ته وړاندې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د عبدالله له خوا د دغه کسانو د نوملړ په سپارلو سره کابینه بشپړه او د یاد کسان د ولسمشر غني د حکم سره سم د کابینې نوماند غړي دي.

د صدیقي په وینا د ولسمشر غني له حکم سره سم بشیراحمد تینج د کار او ټولینزو چارو، نثار احمد غوریاني، د سوداګرۍ او صنعت، قدرت الله ذکي د ترانسپورت، معصومه خاروي د مخابراتو، انور الحق احدي د کرنې او مالدارۍ، محب الله صمیم د قومونو او قبایلو چارو، فضل احمد معنوي د عدلیې، نور رحمان اخلاقي د کډوالو چارو، عباس بصیر د لوړو زده کړو او سید سعادات منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل شوي دي.

د یادونې ده، چې په دې سره د ولسمشر غني د دوهم ځلي حکومت کابینه بشپړه او نوماند وزیران به د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي شي.

د یادونې ده، چې د یو شمېر وزارتونو وزیران څه موده وړاندې په پرلپسې توګه د ولسمشرغنی له خوا ټاکل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي