۰

د طالبانو ټول بندیان به نن له زندان نه خوشي شي

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۵
د افغان حکومت سرچینې وايي، د طالبانو پاتې بندیان به ټول نن له بند نه خوشي او په دې سره به د طالبانو د خوشي کولو لړۍ بشپړه شي.
د طالبانو ټول بندیان به نن له زندان نه خوشي شي
د افغان حکومت سرچینې وايي، د طالبانو پاتې بندیان به ټول نن له بند نه خوشي او په دې سره به د طالبانو د خوشي کولو لړۍ بشپړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ځینو رسنیو ته ویلي، نن (چهارشنبې د وږي ۱۲مه)  به د طالبانو د بندیانو ۵،۰۰۰ کسیز لېست چې باید د حکومت له توقیف ځایونو او زندانونو خوشې شوي وی، بشپړ شي.

افغان حکومت د طالبانو له پنځو سو خطرناکو بندیانو څخه چې ۸۰ یې وړاندې خوشي کړي ۱۵۰ تنه پرون او وړمه ورځ هم خوشي کړل، خو ترا وسه هم حکومت د خلاصو شویو زندانیانو کره شمېره نه ده وړاندې کړې.

ځینې حکومتي سرچینې وايي، په تېرو دوه ورځو کې ټول ۱۵۰ زندانیان خوشي شوي، خو ځینې یې بیا ۱۰۰ او ۷۰ تنه ښي.

راپورونه وايي پاتې ۲۵۰ تنه بندیان په جلا جلا ډلو او ځانګړو موټرو کې له زندان ایستل شوي خو تر اوسه یې دقیق شمېره نه ده معلومه.

د یادونې ده، په ظاهري شکل د افغان حکومت او طالبانو د خپل منځي خبرو د پیل پر وړاندې همدا د زندانیانو موضوع ستر خنډ و، چې په بیا خوشي کېدو سره یې هیلې زیاتې شوې او ښايي نېږدې راتلونکې کې به بین الافغاني خبرې پيل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي