۰

د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی قطر ته د روانېدو تابیا کوي

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۹
افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو په پار د قطر پلازمنې دوحې ته د خپل مذاکراتي ټیم د تګ لپاره د چمتوالي اعلان کړی دی.
د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی قطر ته د روانېدو تابیا کوي
افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو په پار د قطر پلازمنې دوحې ته د خپل مذاکراتي ټیم د تګ لپاره د چمتوالي اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د سولې خبرو د پیل لپاره تر بل هر وخت اوس ښه زمینه برابره شوې ده او دمګړی د افغان پلاوي د لېږلو پر لوجستیکي چارو بوخت دي.

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د افغانستان حکومت د طالب زندانیانو د خلاصون په اړه ټول خنډونه له منځه وړي او تمه لري چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي.

که څه هم د افغانستان حکومت او طالبانو په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو ځینيو رسنیو خبر ورکړی چې نن چهارشنبه حکومت د طالبانو پاتې ټول بندیان خوشي کوي.

ویل کېږي حکومت پرون او وړمه ورځ د طالبانو کابو تر ۱۵۰ زندانیان خوشي کړي او حکومتي سرچینې وايي، پاتې نور به نن چهارشنبې د وږي ۱۲ مه خوشي شي.

راپورونه وایي، د پنځه سوه خطرناک طالب بندیانو څخه پاتې بندیان د خوشي کېدو په موخه په جلا جلا ډلو او ځانګړو موټر کې را ایستل شوي دي.

په ورته وخت کې د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون په یوه ټويټ پیغام کې ویلي: «د بندیانو د تبادلې بحث پیل شوی دی او ښه پرمخ ځي. د دې بهیر له بشپړېدو وروسته، د مذاکراتو د پیل لپاره به زمینه برابره شي.»

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت ویلي وو چې د طالبانو په پاتې ۴۰۰ بندیانو کې ځیني یې خطرناک کسان دي چې نړیوال یې له خوشې کېدو سره موافقه نه کوي.

همدا موضوع په ظاهري شکل د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د نه پیلېدو ستر خنډ بلل کېده، خو دا چې د بندیانو د خلاصون لړۍ بېرته پیل شوې، ښايي په نېږدې راتلونکې کې بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي