۰

د کندهار له زندان څخه ۸ تنه طالب زندانیان خوشي شوي

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د طالبانو له ۳۲۰ پاتې خطرناکو زندانیانو څخه ۸ تنه یې د کندهار له زندان څخه خوشي شول.
د کندهار له زندان څخه ۸ تنه طالب زندانیان خوشي شوي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د طالبانو له ۳۲۰ پاتې خطرناکو زندانیانو څخه ۸ تنه یې د کندهار له زندان څخه خوشي شول.

د جمهور آزانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، دغه طالب زندانیان وړمه شپه د کندهار له مرکزي زندان څخه خوشي شوي دي.

د کندهار والي مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري وايي، دغه بندیان د سولې بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدو په موخه د ولسمشر غني د فرمان له مخې خوشې کیږي.

د کندهار ولایت مقام هم په اعلامیه کې ویلي، خوشې شویو بنديانو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ  ژمنه وکړه چي پاته ژوند به د خپلو کورنيو سره په سوکالۍ کي تېروي او د جګړې ډګر ته به نه ځي.

د کندهار د سیمه ییزو چارواکو په وینا تر دا مهاله د دغه ولایت له زندان څخه ۱۳۷ تنه طالبان بندیان ازاد شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د یادونې دده، چې د تېرو دوو ورځو راپدېخوا د پاتې طالب بندیانو د ازادولو لړۍ چټکه شوې او ویل کېږي وړمه شپه او پرون د څرخي پله له زندان څخه یو شمېر طالب بندیان ازاد شوي خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومتي سرچینو ویلي، چې نن چهارشنبې د وږي ۱۲ مه به د طالبانو ټول پاتې خطرناک زندانیان خوشي شي او د زندانیانو د خلاصون پروسه به بشپړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي