تخار کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې ده

12 سنبله 1399 ساعت 11:19

ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې تخار ولایت کې د افغان پوځ یوه 'M-17' ډوله چورلکه لوېدلې ده.


ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې تخار ولایت کې د افغان پوځ یوه 'M-17' ډوله چورلکه لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت ویلي، دغه چورلکه پرون سه شنبې د وږي ۱۱ مه په تخار ولایت کې لوېدلې.

سرچینه وايي، 'M-17'  ډوله چورلکه پرون ماسپښين په کندز کې د پوځ له ۲۱۷ پامیر قول اردو د تخار رستاق ولسوالۍ ته په لار وه چې د ناستې پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او لوېدلې ده.

ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلی، د چورلکې پیلوټ او سورلۍ ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131160

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131160/

جمهور
  https://www.jomhornews.com