۰
افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د جنګي جرمونو څېړل:

امریکا د دغه جرمونو پر څېړونکې څارنوالې بېنسودا بندیزونه ولګول

پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۳
امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوالۍ فاطو بېنسودا بندیزونه لګولي، تر څو نوموړې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د جنګي جرمونو په اړه څېړنې ونه کړي.
امریکا د دغه جرمونو پر څېړونکې څارنوالې بېنسودا بندیزونه ولګول
امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوالۍ فاطو بېنسودا بندیزونه لګولي، تر څو نوموړې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د جنګي جرمونو په اړه څېړنې ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمونو نړیوالې محکمې د مارچ په میاشت کې څارنوالې بېنسودا ته د څېړنو د پیل کولو لارښونه وکړه، چې افغانستان کې د امریکايي او افغان پوځیانو او طالبانو د جنګي جرمونو په اړه پلټنې وکړي.

خو هغه وخت هم امریکا د ملګرو ملتونو د نړیوالې مخکمې د دغه څارنوالۍ د کارونو مخنیوی کاو او اوس یې په تازه اقدام کې پر هغې بندیزونه هم لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، واشنګټن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر احتمالي جنګي جرمونو د څېړنې له کبله پر فاطو بېنسواد بندیزونه لګولي دي.

پمپیو زیاته کړې، چې د جرمونو د نړیوالې محکمې قضایه، متمم او د همکارۍ څانګه د هغو بندیزونو له مخې په تور لیست کې راغلې چې ولسمشر ټرمپ د جون په میاشت کې اعلان کړي وو.

په دغو بندیزونو کې د شتمنیو منجمد کول او پر سفرونو ممنوعیت شامل دي.

پامپیو پرون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه خبریالانو ته ویلي«موږ نن بل ګام پورته کوو، ځکه چې په خواشینۍ سره د جرمونو نړیواله محکمه امریکایان په نښه کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې هغه کسان او ادارې به هم له بندیزونو سره مخامخ شي چې له بېنسودا او موچوچوکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

پامپیو زیاته کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو کسانو ته د ویزې ورکول بند کړي چې د امریکايي مامورینو په اړه یې له څېړنو سره همکاري کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي