سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د جندر امر سید احمد صافی په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.
د لغمان د جندر امر په ننګرهار کې وژل شوی دی
13 سنبله 1399 ساعت 10:04
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د جندر امر سید احمد صافی په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د جندر امر سید احمد صافی په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه ماښام مهال د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې اړوند دامان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د لغمان ولایت د جندر پر امر سید احمد صافي ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
نوموړی وايي، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو له خوا پلټنې روانې دي.
تر اوسه د دغه غلچکي وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:لغمان
د مطلب کود: 131198
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131198/