یوسف نورستاني امریکا کې په ۳ کاله تعلیقي بند محکوم شو

13 سنبله 1399 ساعت 10:14

افغان سناتور او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني په امریکا کې په درې کاله تعلیقي حبس او شپږ میاشتې کور کې نظر بندۍ باندې محکوم شو.


افغان سناتور او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني په امریکا کې په درې کاله تعلیقي حبس او شپږ میاشتې کور کې نظر بندۍ باندې محکوم شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو سرمفتش جان سوپکو پرون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه دغه خبر تایید کړ.

نوموړي ویلي پېژندل شوی افغان سیاستوال احمد یوسف نورستاني د دوشنبې په ورځ د امریکا یوې فدرال محکمې په درې کاله تعلیقي حبس او په خپل کور کې په شپږ میاشتې نظربند محکوم کړ.

د سیګار په اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي نورستاني د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۱۱مه اعتراف کړی دی چې یو لک ډالره امتیازات‌یې په امریکا کې له ۲۰۱۵ کاله تر ۲۰۱۸ پورې د اقامت پر مهال په پټه اخیستي دي.

جان سوپکو وایي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې نورستاني د مشرانو جرګې غړی کړ او نورستاني چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشرۍ په څېر سترې څوکۍ لرلې په ورته وخت کې یې په امریکا کې د اوسېدو سند اخیستی و او هلته‌یې مالي امتیازات ترلاسه کول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com