عبدالله:

بین الافغاني مذاکراتو کې به د بحث مهم ټکی اوربند وي

15 سنبله 1399 ساعت 8:48

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د سولې پر وړاندې وروستي خنډونه چې د بندیانو خلاصون وو، لرې شوې دي.


د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د سولې پر وړاندې وروستي خنډونه چې د بندیانو خلاصون وو، لرې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله له العربیه ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، ډېر ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي، چې د بحث مهم ټکی به یې اوربند وکړي.

په ورته وخت کې عبدالله دا هم زیاته کړې، ښايي بین الافغاني مذاکرات پيچلي پړاونه ولري او ممکن په څو مرحلو کې تر سره شي.

ښاغلي عبدالله ویلي، د قطر تر څنګ ځینو نورو هېوادونو هم د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره چمتووالی ښودلی، خو د اوس لپاره قطر هېواد غوره شوی دی.

نوموړی وايي، وايي، له طالبانو سره په خبرو کې د جمهوریت ارزښتونو او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو څخه دفاع کوي، چې په همدې تړاو یې، مرکچي ټیم ته هم لازمه لار ښوونه کړې ده.

د ملي مصالحې شورا مشر د سولې په پروسه کې د ځینو نورو هېوادونو په ګډون د پاکستان په رول ټینګار وکړ خو دا یې وویل چې پاکستان دې له خپل نفوذ څخه په استفادې چې په طالبانو یې لري دا ډله سولې ته وهڅوي.

عبدالله دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې چې ویل کېدل او ګماند کېده، چې دا اوونۍ به پیل شي، یو ځل بیا ځنډېدلې دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د دوی تخنیکي ټیم د خلاصوو شویو زندانیانو په نوملړ کار کوي، چې له لېست سره مطابق ټول خوشي شوي که نه، نو ځکه بین الافغانی خبرې ځنډېدلې دي.

د بین الاافغاني خبرو د ځنډ بل لامل دا ښودل کېږي، چې ګڼې د طالبانو ځینې استازي چې تر اوسه پاکستان کې دي قطر ته نه رسېدلي او هرکله چې ټیم بشپړ شي خبرې به پیلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131232

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com