دیني عالمان:

اسلامي هېوادونه دې افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي

15 سنبله 1399 ساعت 9:05

د خوست ولایتي دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال د سولې پروسه کې له اسلامي هېوادونه د مرستې غوښتنه وکړه.


د خوست ولایتي دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال د سولې پروسه کې له اسلامي هېوادونه د مرستې غوښتنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغو علماوو اسلامي هېوادونه مکلف وبلل چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د شته اختلافاتو په وجه مداخله وکړي، تر څو په افغانستان کې تل پاتې سولې ته لار هواره شي.

دغه راز د خوست دیني عالمانو په عامه خلکو هم غږ وکړ چې په دواړو لوریو دې د سولې غږ کولو بهیر جاري وساتي او خلک دې په خپلو کې متحد شي.

دوی وروستیو نا امنیو او د بې ګناه ملکیانو وژل کېدو ته په اشارې سره وویل چې روان حالت د منلو وړ نه دی او باید نور د تاوتریخوالي څخه لاس واخیستل شي.

د دیني عالمانو په وینا جګړه د افغانانو نه ده، بلکې پردۍ جګړه ده او افغانان پکې وژل کېږي چې ګټه یې بهرنیانو ته رسېږي.

هغوی وایي، افغانان باید د خپل فقر او بېچارګۍ په خاطر پر یو بل رحم وکړي او له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره سره یو ځای شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې دیني عالمانو، ځوانانو او مېرمنو له دواړو لوریو د تلپاتې سولې او اوربند قایمولو غوښتنې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131234

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131234/

جمهور
  https://www.jomhornews.com