د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې بیا ځنډېدلې دي

15 سنبله 1399 ساعت 9:24

په داسې حال کې چې تمه وه، د بندیانو د تبادلې پروسه په بشپړېدو سره به د افغان حکومت او طالبانو تر منخ خبرې پیل شي، خو اوس ویل کېږي دغه خبرې بیا ځنډول شوې دي.


په داسې حال کې چې تمه وه، د بندیانو د تبادلې پروسه په بشپړېدو سره به د افغان حکومت او طالبانو تر منخ خبرې پیل شي، خو اوس ویل کېږي دغه خبرې بیا ځنډول شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت او طالبانو د زندانیانو د تبادلې پروسه، د دوی تر منځ د خبرو د نه پیل اصلي خنډ بلل کېده تېره چهارشنبې د وږي ۱۲ مه بشپړه شوه.

د دغه پروسې له بشړېدو سره سم د افغان حکومت یو پنځه کسیزه پلاوی د تخنکي مسایلو لپاره د قطر پلازمنې دوحې ته ورسېده او ویل کېدل، چې د پنشنبې په ورځ به حکومت مرکچي پلاوی هم قطر ته ورسېږي.

خو اوس هم حکومتي سرچینو او هم طالبانو تایید کړې، چې دغه خبرې ځنډول شوې، خوا دا یېن نه دي ویلي، چې تر کومې مودې ځندول شوې.

د حکومت باروی سرچینې د خبرو د نه پیل لامل دوحه کې د طالبانو د خبرې کوونکي پلاوي نه بشپړېدل یاد کړي دي.

خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی د خوشي شویو زندانیانو تخنکي چارې تر سره کوي، چې ګڼې د لېست مطابق ټول بندیان خوشي شوي که نه، نو ځکه خبرې ځنډېلې دي.

شاهین وايي، کله چې د خوشي شویو زندانیانو د تخنیک پروسه بشپړه شي ورسره سم به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131236

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131236/

جمهور
  https://www.jomhornews.com