۰

د ملي امنیت سلاکار خوست ولایت ته ولاړ

شنبی ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۴
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته تللی دی.
د ملي امنیت سلاکار خوست ولایت ته ولاړ
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیت شورا وایي، ښاغلی محب او ورسره پلاوی نن شنبې د وږي ۱۵ مه خوست ولایت ته ولاړ.

د ملي امنیت شورا خوست ته د ښاغلي محب د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ښايي، موخه یې د دغه ولایت امنیتي جاج اخیستل وي.

 سرچینه وايي، ښاغلی محب به په دې سفر کې د خوست ولایت له ملکي او نظامي مسئولینو، مشرانو، علماوو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړي.

حمدالله محب داسې مهال خوست ته سفر کوي، چې له دې وړاندې ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو ته هم په سفر تللی وو او د یادو سیمو له اوسیدونکو سره لیدنې ترسره کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي