د ملي امنیت سلاکار خوست ولایت ته ولاړ

15 سنبله 1399 ساعت 10:24

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته تللی دی.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیت شورا وایي، ښاغلی محب او ورسره پلاوی نن شنبې د وږي ۱۵ مه خوست ولایت ته ولاړ.

د ملي امنیت شورا خوست ته د ښاغلي محب د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ښايي، موخه یې د دغه ولایت امنیتي جاج اخیستل وي.

 سرچینه وايي، ښاغلی محب به په دې سفر کې د خوست ولایت له ملکي او نظامي مسئولینو، مشرانو، علماوو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړي.

حمدالله محب داسې مهال خوست ته سفر کوي، چې له دې وړاندې ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو ته هم په سفر تللی وو او د یادو سیمو له اوسیدونکو سره لیدنې ترسره کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131239

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131239/

جمهور
  https://www.jomhornews.com