۰
اسدالله خالد:

موږ سوله غواړو خو طالبانو جګړې ته زور ورکړی، هېڅ ځای به سقوط نه کړي

یکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۸
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، په داسې حال کې، چې حکومت سولې ته بشپړ ژمنتیا او چمتوالی لري او کېدای شي نېږدې راتلونکې کې خبرې پیل شي، وسله والو طالبانو جګړې ته زور ورکړی دی.
موږ سوله غواړو خو طالبانو جګړې ته زور ورکړی، هېڅ ځای به سقوط نه کړي
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، په داسې حال کې، چې حکومت سولې ته بشپړ ژمنتیا او چمتوالی لري او کېدای شي نېږدې راتلونکې کې خبرې پیل شي، وسله والو طالبانو جګړې ته زور ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی خالد چې نن یکشنبې د وږي ۱۶ مه د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ لغمان ولایت ته تللی و، دغه څرګندونې په یوه غونډه کې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې ولسمشر، افغان حکومت او ټول خلک سوله غواړي او د وسلې تږي دي، خو په خواشنۍ سره چې طالبانو د خبرو په درشل کې نه یوازې جګړه کمه کړې نه ده بلکې لا یې زیاته کړې.

هغه و ویل«دښمن په خبرو کې د امتیاز تر لاسه کولو لپاره جګړې ته شدت ورکړی دی.»

اسدالله خالد زیاتوي، د سولې له هڅو سره سره به افغان ځواکونه په مېړانه د خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي او د هېواد هېڅ ځای به پرېنږدي، چې سقوط وکړي.

د خالد په وینا افغان ځواکونو تېر کال وښوده چې دښمن ځپلی شي، ځکه ځینې ولسوالۍ چې کلونه ورسره وې له طالبانو ونیوې، خو دا چې د سولې هڅې او خبرې روانې دي، نو ځینې محدویتونه شته دي.

ښاغلي خالد و ویل«ما ویلي و، چې سر یې وهو سنګر یې نیسو، تېر کال مو همدا دښمن ته وښوده، یو شمېر ولسوالۍ چې کلونه له طالبانو سره وې ترې و مو نیوې، اوس هم په باور سره درته ویلی شم چې هېڅ ځای به سقوط ونه کړي، موږ د زړه له کومي سوله غواړو، دا د ولسمشر او ټولو خلکو غوښتنه ده، خو دا چې د سولې خبرو په درشل کې یو، نو ځینې محدویتونه مو منلي دي.»

د ملي دفاع وزارت په خپلو خبرو کې د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه خو ډاډ یې ورکړ، چې ډېر ژر به دغه ستونزې حل شي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي