غزنی کې لاریون پای ته رسېدلی، د کابل – کندهار لار خوشې شوه

16 سنبله 1399 ساعت 15:17

غزني ولایت کې د ناامنیو او چارواکو د ناغېړۍ پر ضد لاریون پای ته رسېدلی او د کابل – کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.


غزني ولایت کې د ناامنیو او چارواکو د ناغېړۍ پر ضد لاریون پای ته رسېدلی او د کابل – کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو څو ورځو راهیسې د غزني یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ناامنیو د زیاتېدو او ورته د چارواکو د نه پاملرنې له امله په لاریون لاس پورې کړی و.

لاریون کوونکو د کابل – کندهار لار هم د ترافیکي پر مخ تړلې وه، او په خپلو شعارونو کې یې د والي،د پولیسو قومندان او ملې اردو د چارواکو د لرې کېدو غوښتنه کوله.

خو اوس سیمه ییز چارواکي وايي، د لاریون کوونکو قناعت یې حاصل کړی، لاریون پای ته رسېدلی او لار خلاصه شوې ده.

د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په اوس وخت کې د لاریونوالو قناعت حاصل شوی او لویه لار د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوي ده.

په ورته وخت ویل کیږي د سیمه ایزو ارګانونو رییس د اعتراض کوونکو د استازو سره په ټلیفوني اړیکه کې د غزني ولایت په رهبرۍ کې د اصلاحاتو د راوستلو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 131287

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131287/

جمهور
  https://www.jomhornews.com