۰

د دیني مدرسو لپاره د دولت ښوونیز نصاب پرانیستل شو

یکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۶
په افغانستان کې په لومړي ځل د دیني مدرستو لپاره د دولت له خوا ښوونیز نصاب پرانستل شو.
د دیني مدرسو لپاره د دولت ښوونیز نصاب پرانیستل شو
په افغانستان کې په لومړي ځل د دیني مدرستو لپاره د دولت له خوا ښوونیز نصاب پرانستل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت وايي، دغه نصاب د افغانستان او نړۍ د نامتو او مشهورو دیني عالمانو په سلا مشورو جوړ شوی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست وزیرې رنګینه حمیدي د دغه نصاب پرانست غونډ کې و ویل، پوهنې وزارت د ۲۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۲.۲ میلیون ټوک کتابونه هېواد کې د ننه چمتو کړي دي، چې په دیني مدرسو به و وېشل شي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم د دغه نصاب چمتوکول تایید کړي او د هغه منځپانګه یې ګټوره او له دیني ښوونو سره سمه بللې ده.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې دا مهال ۲۲۰۰ دیني مدرسې له پوهنې وزارت سره ثبت دي او په سلګونو نورې وړې او غټې مدرسې شته چې له وزارت سره نه دي ثبت شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي