ننګرهار کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي

17 سنبله 1399 ساعت 8:44

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د یادې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د یادې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د وږي ۱۶ مه مازیګر مهال د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وه، چې مرمۍ د افغان پوځیانو یوې پوستې ته څېرمه په یوه کور ولګېده.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي دي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی او د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وايي، مرمۍ د طالبانو له خوا ویشتل شوې وه، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 131300

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131300/

جمهور
  https://www.jomhornews.com