امرالله صالح:

کله چې قطر د طالبانو د مرکچي پلاوی له چمتوالي ډاډ راکړ، زموږ پلاوی به دوحې ته ولاړ شي

17 سنبله 1399 ساعت 9:18

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د حکومت مرکچي پلاوی هره لحظه چمتو دی، چې قطر ته ولاړ شي، خو د طالبانو پلاوی لا هم نه دی چمتو شوی.


د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د حکومت مرکچي پلاوی هره لحظه چمتو دی، چې قطر ته ولاړ شي، خو د طالبانو پلاوی لا هم نه دی چمتو شوی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح چې تېره شپه (د وږي ۱۶ مه) له طلوع تلوېزیون سره ځانګړې مرکه درلوده و ویل، چې افغان حکومت د سولې په تړاو ستره قرباني او مېړانه ښودلې او اوس توپ د طالبانو په میدان کې دی.

د هغه په وینا د پنځو زورو طالب زندانیانو خوشي کول د افغان حکومت قوت او سولې ته پوره ژمنتیا ښي.

ښاغلي صالح له طالبانو سره د خبرو په اړه و ویل، چې حکومتي پلاوی قطر ته د تګ پشپړ چمتوالی لري او هغه وخت به دوحې ته ولاړ شي، چې د قطر حکومت د طالبانو د پلاوي د چمتوالي ډاډ ورکړي.

نوموړي و ویل: ستونزه د طالبانو په مذاکره کوونکې ډله کې ده، چې تر اوسه پورې مذاکراتو ته نه دي چمتو شوې.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، د طالبانو په مرکچي پلاوی کې وروستي بدلونونه د دغه ټیم او قطر دفتر ترمنځ د اختلافاتو سبب شوی دی.

طالبانو تر دې وړاندې د ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوی اعلان کړی وو چې مشري یې د شېر محمد عباس ستانکزي پر غاړه وه.

خو پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوی تر سفر وروسته د دغه ډلې په مرکچي پلاوی کې بدلون راغی او مولوي عبدالحکیم یې د شېر محمد عباس ستانکزي پر ځای د مرکچي پلاوی مشر وټاکه.

د دې تر څنګ د شهیل شاهین پر ځای ډاکتر محمد نعیم وردګ د طالبانو د قطر دفتر ویاند وټاکل شو، او دا بدلونونه هغه څه دي، چې د ځينو سرچینو په وینا د طالبانو د اختلاف لامل شوي او تر اوسه یې پلاوی خبرو ته نه دی چمتو شوی.

سره له دې چې د بندیانو پروسه بشپړه شوې او دواړو لورو مرکچي پلاوی ټاکلي، خو لا هم نه ده معلومه چې بین الافغاني خبرې به کله پیل شي.
 
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوي ویاند محمد نعیم وردک وايي، دی هم نه ‌پوهېږي چې مذاکرې به مشخصاً کله پیلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131301

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131301/

جمهور
  https://www.jomhornews.com