لغمان کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۲۰ طالبان وژل شوي

17 سنبله 1399 ساعت 9:42

سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو په ځوابیه ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۲۸ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو په ځوابیه ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۲۸ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي ویلي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ تېره شپه (د وږي ۱۶مه) د الیشنګ ولسوالۍ په جیبون سیمه کې نښته شوې ده.

دی وايي، طالبانو په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او غبرګون سره مخ شول.

د هغه په وینا د افغان ځواکونو په ځوابیه او هوايي بریدونو کې ۲۰ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند زیاتوي، چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه د دغه نښتې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131303

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com