کندهار کې د هوايي برید پر مهال ۲۵ طالبان وژل شوي دي

17 سنبله 1399 ساعت 11:05

ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن دوشنبې د وږي ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پرون د طالبانو یوه ډله د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ د لوی کارېز په سیمه کې راټول شوي و او غوښتل یې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوی، خو افغان ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې دي پر وسله والو طالبانو برید وکړ او د هغوی پلان یې ورشنډ کړ.

ملي دفاع وزارت وايي، په جګړه کې د هوايي برید پر مهال ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت د لغمان په الیشنک ولسوالۍ کې هم د هوايي برید پر مهال د ۲۰ طالبانو د وژل کېدو او ۸ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com