طالبان:

تر اوسه مو د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې

18 سنبله 1399 ساعت 8:37

په داسې حال کې، چې افغان حکومت وایي، د طالبانو ټول ۵ زره بندیان یې خوشي کړي، خو طالبانو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر اوسه یې د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې.


په داسې حال کې، چې افغان حکومت وایي، د طالبانو ټول ۵ زره بندیان یې خوشي کړي، خو طالبانو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر اوسه یې د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ په تازه ټوېټ کې ویلي، چې د څه بندیانو خلاصون لا هم پاتې دی، چې کار پرې کېږي.

نوموړي ویلي کله چې د بندیانو پروسه بشپړه شي نو د دوی مذاکراتي ټیم هم د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند لیکلي«تر اوسه پورې د اسلامي امارت د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده نهائي شوې، د څه بندیانو خلاصون لا هم پاتې دی، چې کار پرې روان دی، کله چې د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل شي، زمونږ مذاکراتي ټیم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره تیار دی.»

که څه هم نعیم وردګ په دې اړه جزیات نه دی ورکړي، چې څومره بندیان یې پاتې دي او کله به خوشي شي، خو ښايي اشاره یې هغه ۷ تنو زندانیانو ته وي، چې فرانسې او استرالیا یې د نه خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

په پام کې وه، چې د بندیانو د تبادلې په جریان کې د طالبانو ۵۰۰ خطرناک ټول زندانیان خوشي شي، خو د دغه زندانیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني تر پرېکړې وروسته فرانسې او استرالیا و ویل، چې په یاد زندانیانو کې ۷ تنه هغه کسان دي، چې د دوی اتباع یې وژلي دي او باید خوشي نه شي.
ښايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو د نه پیل یو لامل هم همدا ۷ تنه جنجالي بندیان وي.

طالبان دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي و ویل، چې افغان حکومت د خپل لوري د سولې لپاره ټول اقدامات اخیستي او بین الافغاني خبرو ته چمتوالی لري او طالبان هم باید ژر تر ژره چمتوالی ونیسي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، چې د زندانیانو په خلاصون سره د بین الافغانی خبرو پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړل شوي او اوس تمه ده، چې طالبان هم ژر تر ژره چمتوالی ونیسي، تخنیکي مسایل حل او خبرې پیل کړي.

د ولسمشر ویاند د هغه جنجالي زندانیانو په اړه هم و ویل، چې ستونزه حل شوې ده، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131338

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131338/

جمهور
  https://www.jomhornews.com